پنجشنبه, جنوري 22, 2026
پنجشنبه, جنوري 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ننګرهار کې يوه ځوان د مور او پلار تر وژلو وروسته ځان وژنه کړې

د ننګرهار ځايي چارواکو خبر ورکړی،چې د دغه ولايت مرکز جلال‌اباد ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو ځوان لومړی خپل مور او پلار په بې‌رحمۍ سره د چړې په وسیله وژلي او وروسته یې ځان وژنه کړې ده.

په دې اړه ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد خبرپاڼه کې ویلي ، د جلال اباد ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه ځوان پرون ماښام خپل مور او پلار د چړې په وسیله وژلي او وروسته یې ځان وژنه کړې ده.

د حماد په خبره، د پېښې له رامنځته‌کېدو سره سم د ننګرهار د امنیې ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د پېښې د څرنګوالي او انګېزې په تړاو پلټنې روانې دي.

که څه هم نوموړي د پېښې د انګېزې په تړاو څه نه دی ویل شوي، خو په ننګرهار کې سیمه‌ییز خبریالانو ویلي ، چې دا ځوان ضیا‌الله نومېده او عصبي ناروغي یې درلوده.

د یادولو ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په وار وار ورته پېښې رامنځته شوې او د دې پېښو اصلي لامل کورنی تاوتریخوالی، ناموسي وژنې او دښمنۍ بلل شوې دي.

- Advertisment -spot_img