پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

راشدخان د ۲۰‌ اووریزو سیالیو د غوره لوبغاړو په ډله کې لومړی مقام ګټلی

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل‌ اووریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان د تېرو ۲۵ کلونو شل‌اوریزو سیالیو د ۲۵ غوره لوبغاړو ډله کې لومړی مقام ګټلی دی.

د کرېکټ مشهورې ویب‌پاڼې کرک انفو د یوې څېړنیزې پروسې له مخې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۲۵ م کال پورې د شل‌اووریزو سیالیو ۲۵ غوره لوبغاړي په ګوته کړي،چې راشدخان په‌کې په لومړي مقام کې راغلی دی.

کرک‌ انفو د راشدخان د ۲۰ اووریزو سیالیو کیریر تحلیل کړی، د لوبو په ګټلو کې یې د هغه اغېز او په لیګونو کې یې د هغه لوبېدل څېړلي او دغه راز یې د کرېکټ له نوموتو لیګ‌برترانو سره د هغه توپ‌اچونه پرتله کړې ده.

په دې اړه د کرک‌ انفو په خپاره کړي راپور کې د ۲۰ اووریزو لوبو د ۲۵ مخکښو لوبغاړو نومونه راغلي،چې یوازې پنځه یې متخصص توپ‌اچوونکي دي او راشدخان له دې ډلې د وړتیا او ریکارډونو درلودو پر اساس لومړي مقام ته غوره شوی دی.

راپور کې د راشدخان د توپ‌اچونې پر ځانګړتیاوو بېلا بېلې تبصرې شوې او د نوموړي توپ‌اچونه یې د پاکستاني عبدالقادر، اسټرالیایي شین وارن او هندي انیل کمبلي سره پرتله کړې ده.

د سرعت له مخې یې د راشدخان پرتله بیا د پاکستاني شاهد افریدي، ویسټ‌انډیزي سمیول بدري او افریقايي عمران طاهر سره کړې ده.

دوی ویلي، د راشد د توپ‌اچونې سټرایک له ۱۷ کم دی؛ یعنې له هرو ۱۷ توپونو مخکې یې یوه وېکټه اخیستې او د توپ‌اچونې ایکانومي یې له اووه کمه ده؛ یعنې هر اوور کې یې له اووه کمې منډې ورکړې دي.

راشدخان چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل‌اووریزو لوبو لوبډلمشر هم دی، اوس د هندوستان په شل‌اووریز سوداګریز لیګ (ای‌پي‌اېل) کې د ګجرات‌ ټایټنز لوبډلې په ګټه لوبه کوي.

- Advertisment -spot_img