شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پروان کې بېلابېلې پروژې پلې کېږي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو ویلي چې په پروان کې د ۱۷۵ بېلابېلو پرمختیایي پروژو کارونه پیل شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې دا پروژې د پروان په «شینواري» او «سالنګ» ولسوالیو کې د څه باندې ۲۴۵ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغو پرمختیایي پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او کانالونو جوړول شامل دي او لسګونه کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

د یاد وزارت مسئولینو د دغو پروژو تطبیق د ټولنې د اقتصادي وضعیت د ښه‌کېدو لپاره مهم بللی،چې په بشپړېدو سره به یې د شینواري او سالنګ ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره حل شي.

بلخوا ځايي اوسېدونکي د دغو پروژو د چارو پیل ته خوښ دي، خو د طالبانو له حکومته غواړي چې د خلکو اساسي ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د ویلو ده،چې دا مهال په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د بېلابېلو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې،چې د ډېرو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

- Advertisment -spot_img