د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپلې فېسبوکپاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره د جهادي او سیاسي شخصیت انجینر قطبالدین هلال پر مړینه خواخوږي څرګنده کړې ده. ښاغلي کرزي په خپل پیغام کې د انجینر هلال مړینه د هېواد لپاره یوه «لویه ضایعه» بللې او لیکلي یې دي چې د هغه د مړینې خبر یې په ډېرې خواشینۍ ترلاسه کړی دی. د افغانستان پخواني ولسمشر د ارواښاد قطبالدین هلال له کورنۍ، ملګرو او خپلوانو سره خپله خواخوږي او غمرازي څرګنده کړې او ارواښاد ته یې د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د زغم او حوصلې دعا کړې ده. انجینر قطبالدین هلال د افغانستان له نوموتو جهادي او سیاسي څېرو څخه و.



