د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد په تهران کې خپل سفارت له درې میاشتو څخه زیاتې موقتي تړل کېدو وروسته بېرته پرانیستی دی. په یوه اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوې، ویل شوي: «د امنیتي وضعیت د ښه کېدو له امله په ایران کې د ډنمارک سفارت بېرته خپل فعالیتونه پیلوي.» د معلوماتو له مخې، د ډنمارک سفیر د جوزا ۲۹مه نېټې راهیسې په رسمي ډول په سفارت کې خپل کار پیل کړی او د ډیپلوماټیکو خدماتو د بشپړ بیا پیل بهیر په تدریجي ډول روان دی. ډنمارک د تېر کال په حوت میاشت کې د سیمې د امنیتي اندېښنو له امله په د لنډې مودې لپاره خپل سفارت تړلی و. راپورونه ښيي چې په تهران کې د ایټالیا سفارت هم، چې تر دې مخکې د ورته لاملونو له کبله له درې میاشتو زیات تړلی و، بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي دي.



