شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سمنګان کې چاودنې د ۷ تنو ژوند اخيستی

سمنګان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی،چې د دغه ولایت د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله اوو تنو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي.

يادې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا پېښه تېره شپه د دغه ولایت د دره صوف ولسوالۍ «ګوله » کلي ته څېرمه د ډبرو سکرو په یوه کان کې شوې ده.

د خبر پاڼې مخې، د طالبانو ځواکونه د پېښې ځای ته استول شوي او مړي یې را اېستلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي،چې ټپیان د امبولانس ټیم په همکارۍ د ولسوالۍ کلینیک ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

د معلوماتو له مخې، د ټپیانو روغتیايي حالت ښه بلل شوی دی.

په سمنګان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ زیاته کړې،چې د وژل شویو کسانو جسدونه د کان له تونله را اېستل شوي او د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې دا ډول پېښې بې مخینې نه دي.

- Advertisment -spot_img