د پاکستان د عوایدو فدرال ادارې FBR د افغانستان پر ترانزیتي سوداګریزو مالونو تعرفه لس سلنه لوړه کړې ده.
د پاکستاني رسنیو د پرونیو راپورونو له مخې FBR په یوه تازه مکتوب کې ویلي،چې دا اضافي تعرفه د کرنیزو ماشینونو، جرثقیلونو، الکترونیکي وسایلو او بایلرونو په ګډون د افغانستان د لسګونو سوداګریزو مالونو پر هغو کتګوریو لګول شوي،چې پخوا ترې معاف وو.
د افغان سوداګرو ترانزیتي مالونه د پاکستان له کراچۍ بندره افغانستان ته انتقالېږي.
پاکستاني چارواکو ویلي،چې د دې کار هدف پاکستان ته د سوداګریزو مالونو د قاچاق مخنیوی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)