پنجشنبه, جنوري 22, 2026
پنجشنبه, جنوري 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د سالنګ دوهم تونل جوړولو ته د روسیې چمتووالی

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزراء د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر او د روسیې مرستیال صدراعظم الکسي اوفیرچوک، پرون د کازان نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان او روسیې لومړی سوداګریز فورم رسماً پرانیست.

د ملابرادر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې د طالبانو د ريیس الوزراء اقتصادي مرستیال په دې غونډه کې وویل، دوی چمتو دي،چې د سالنګ دوهم تونل جوړ کړي، تر څو له روسیې او منځنۍ آسیا سره سوداګرۍ او ټرانزیټ ته وده ورکړي.

هغه له روسیې غوښتي،چې په دې برخه کې، د خپل تخنیکي تخصص له مخې، له افغانستان سره همکاري وکړي.

په دې غونډه کې د روسیې مرستیال صدراعظم الکسي اوفیرچوک ویلي،چې هیواد یې د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان ملاتړ کوي او د افغانستان پرمختګ د ټولې سیمې پر ګټه دی.

د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې وروسته له هغه مخ په غوړېدو دي،چې روسیې د طالبانو نوم د خپل هیواد د ممنوعه ډلو له لیسته وایست.

- Advertisment -spot_img