د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق يا یونیسف خبر ورکړی، چې په کابل کې یې ۵۰ زره امیدوارو او شیدې ورکوونکو ښځو ته د ویټامین او منرالونو ګولیو وېش پیل کړی،چې موخه یې د ښځو روغتیا پیاوړتیا او د میندو ترمنځ د وینې کمښت کمول دي.
یونیسف نن سې شنبه د ټولنیزې ایکس شبکې په یوه پیغام کې اعلان کړی،چې دا پروګرام د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ پلی شوی او د دې اضافي موادو د وېشلو پروسه اوس مهال په کابل کې روانه ده.
د ياد سازمان پر وینا، د ویټامین او منرالونو ګولۍ امیدوارو او شیدې ورکوونکو مېرمنو سره د وسپنې کمښت، د وینې کمښت او د خوړو د کمښت له امله رامنځته شویو نورو ستونزو سره د مقابلې کې مرسته کوي.
د یونیسف د احصایو له مخې، په ۲۰۲۴ م کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه نجونو ته د وینې کمښت خطر سره د فولیک اسید (وسپنې) ګولۍ وېشلې دي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی،چې د پام وړ شمېر مېرمنې، په ځانګړې توګه د امیدوارۍ پرمهال، د وینې له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي.
د پراخو روغتیایي خدماتو په نشتوالي کې، د نړیوالو سازمانونو مرسته د میندو او ماشومانو په روغتیا کې مهم رول لوبوي.
یونیسف یو له هغو ادارو دی،چې په دې وروستیو کلونو کې يې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د تغذیې او ملاتړ په برخه کې کار کوي او دې برخه کې يې پراخې پروژې پلې کړې دي.



