پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د تاجيکستان کان چاودنه کې ۸ افغانانو ژوند بایللی

د طالبانو تر ولکې لاندې د دایکنډي له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست خبر ورکړی،چې د تاجيکستان د ډبرو سکرو یوه کان کې د ګاز چاودنې د دغه ولایت اته اوسېدونکي چې هلته یې کار کاوه، وژلي دي.

د یاد ریاست د خبرپاڼې پر بنسټ دغه پېښه تېره جمعه (د غويي ۱۹مه) د تاجيکستان په سعد ولایت کې د ډبرو سکرو یوه کان کې شوې ده.

سرچینې ویلي چې د یادې پېښې پنځه قربانیان د دایکنډي د شهرستان، دوه کسان د میرامور او یو بل کس د دغه ولایت د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

سرچینې زیاته کړې چې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره همغږي شوې او رسېدنه به ورته وشي.

ورته مهال، ولسي سرچینې وايي چې وژل شوي کسان کاظم بیګي، عبدالله احمدي، حسن علي‌زاده، حسین‌بخش، محمدامیر، علي‌جان، قربان او اسماعیل رحیمي نومېدل.

- Advertisment -spot_img