د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي چې له کابل سره د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو جوړول یوازې هغه وخت ممکن دي چې اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې له خوا د یوه مشروع حکومت په توګه وپېژندل شي. د هغه په وینا، دا موضوع د بشري حقونو او امنیت په برخه کې د عملي ګامونو پورې تړلې ده. ریچارډ لیندزي په کابل کې د بيبيسي له خبریال ببرک احساس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د امنیت ټینګښت، د خلکو د ژوند د وضعیت ښه کېدل او د نجونو او ښځو بېرته زده کړو او ټولنیز ګډون ته ستنېدل د بریتانیا له مهمو موخو څخه دي. هغه همدارنګه د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د دوامدارو ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا وضعیت کولی شي د سیمهییز ثبات پر وړاندې منفي اغېز ولري.



