ملګرو ملتونو اعلان کړی چې له خپلو همکارانو سره یې په ګډه «د ۲۰۲۶ کال د افغان راستنېدونکو د ځواب ویلو طرحه» خپره کړې، څو له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د افغان وګړو د پراخې راستنېدنې څپې ته رسېدنه وشي. د راپور له مخې، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل څخه تر ډسمبر پورې شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغان وګړي هېواد ته راستانه شي. ملګرو ملتونو ویلي چې د دې بهیر د مدیریت لپاره یو څو برخیز او دوه پړاویزه پروګرام طرحه شوی دی. په لومړي پړاو کې به په سرحدي لارو او تګراتګ ځایونو کې بېړنۍ او ژغورونکې مرستې وړاندې شي، څو د راستنېدونکو لومړنۍ اړتیاوې لکه خواړه، لنډمهالی سرپناه او بېړني روغتیايي خدمات برابر شي. په دویم پړاو کې به د افغانستان په ۳۵ ولسوالیو کې د راستنېدونکو د بېرته ادغام لپاره د ملاتړ پروګرامونه عملي شي. همداراز ټینګار شوی چې دا طرحه «ټولنهمحوره» ده؛ یعنې د راستنېدونکو ترڅنګ د کوربه ټولنو لپاره هم ملاتړ په پام کې نیول شوی، څو اقتصادي او ټولنیز فشار کم او ټولنیزه همغږي پیاوړې شي. په دې پروګرام کې د ساتنې، روغتیا، زدهکړو، اوبو، معیشت او استوګنې برخې شاملې دي او د بشپړ تطبیق لپاره یې شاوخوا ۵۲۹.۲ میلیونه ډالرو بودجې ته اړتیا ده.



