ریچارډ بېنټ، د د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لپاره د افغانستان ځانګړي راپور ورکوونکي، په کابل کې د مارچ په ۱۶مه د «امید» د روږدو د درملنې پر روغتون د پاکستان د پوځي رژیم د برید په تړاو، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) هم د هغې له امله د څه باندې ۲۶۹ ملکي وګړو د وژل کېدو تایید کړی، ویلي چې «دا پېښه بشپړو، خپلواکو او شفافو څېړنو ته اړتیا لري.» ښاغلي بېنټ زیاته کړې: «پر ملکي وګړو یا ملکي تأسیساتو قصدي بریدونه کېدای شي د جګړې جرم وبلل شي.» د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي هم له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د ورته مرکزونو د ناروغانو امنیت «تضمین» کړي.



