د غزني سیمهییز مسئولین وایي،چې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې ښځه، مېړه او یو ماشوم د اوبو ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د غزني د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي د یادې پېښې پخلی کړی او ویلي دي، چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د اجرستان ولسوالۍ په ګلدرې سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرحدي زیاته کړې، لومړی یو درې کلن ماشوم د لوبو پر مهال د اوبو ډنډ ته لوېدلی و، مور او پلار یې غوښتل ماشوم وژغوري،خو د اوبو د ډېروالي له امله هغوی هم ډوب او درې واړه مړه شوي دي.
د سرحدي په خبره، د مړيو جسدونه د امنیتي ځواکونو له لوري له اوبو را ایستل شوي او کورنۍ ته یې سپارلي دي.



