د دایکندي ولایت سیمه ییزو سرچینو د کیتي او شهرستان ولسوالیو په دوو ښوونځیو کې د ښځینه زده کوونکو د یوې ډلې د مسمومېدو خبر ورکړی دی.
دا پېښه نن چهارشنبې وروسته له هغې رامنځ ته شوې چې زده کوونکې ټولګي ته د ننه کېدو پر حال کې وې.
راپورونه ښیي،چې د کيتي ښوونځي شاوخوا ۵۰ ښځینه زده کوونکې د مسمومیت نښې لکه بخار، زړه بدوالی او ساه لنډي درلودې.
راپور کاږي، چې د مسموم شويو نجونو وضعيت نازک ښودل شوی او طبي کلینیکونو ته لیږدول شوې دي.
ځايي چارواکي او روغتيايي مسئولين د دغه پېښې جدي پلټنه کوي تر څو يې عاملين وپېژندل شي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)