د روانې مې مياشتې پنځمه د قابله ګانو نړيواله ورځ ده. دغه ورځ د نړۍ په کچه په تېره افغانستان کې د ميندو او ماشومانو د ساتنې لپاره د قابله ګانو د حياتي رول د نمانځلو لپاره مهمه بلل کېږي.
په داسې حال کې د قابله ګانو نړیواله ورځ لمانځل کېږي، چې د طالبانو د بيا واکمنۍ راهيسې په افغانستان کې یو شمیر قابله ګانې له سختو کاري شرایطو شکایت کوي او د دې برخې محصلینې بیا له ناڅرګند راتلونکي سره مخ او له زده کړو محرومې ګرځول شوي دي.
په دې اړه يو شمېر قابله ګانې له نوم ښودلو پرته ويلي، چې له کافي اسانتياو پرته او په کمه تنخوا روغتیایي چوپړتياوې وړاندې کوي.
دوی زياتوي: “قابلو ته په افغانستان کې په کمه سترګه کتل کېږي، تنخواګانې یې کار ته په کتو ډېرې کمې دي، د کار فشار پرې زیات دی، نوکرۍ یې هم په پرله پسې توګه یوه یا دوه شپې وروسته راځي او امتیازات هم نه لري، بله مهمه خبره دا ده چې اړتیا ده چې د قابله ګانو په ظرفیت لوړونې کار وشي.”
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو ان اف پي اې) ويلي چې افغانستان د ژوند د ژغورلو لپاره لا زیاتو قابله ګانو ته اړتیا لري.
ياد سازمان د مې پنځمې- د قابله ګانو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو له زیاتېدو سره، قابله ګانې دې ته اړې کېږي چې د هغو مېرمنو د پالنې لپاره چې روغتیایي چوپړتياوو ته اړتیا لري، ډېر ساعتونه په کلینیکونو کې تېر کړي.
د قابله ګۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې،چې طالبانو په ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان په نیمه عالي انسټیوټونو کې د قابله ګۍ پر زده کړو بندیز ولګاوه.
دې پرېکړې د نړیوالو سازمانونو غوسې را وپارولې او دا اقدام یې په افغانستان کې د ښځو پر روغتیا یو ګوزار وباله.
د نسايي او ولادي ناروغيو ځینې متخصصينو ويلي، قابله ګانې د ميندو او ماشومانو د مړينې په کمولو کې اساسي رول لوبوي او که دوی د ډاکټرانو تر څنګ حاضرې نه وي، روغتيايي خدمتونه په سمه توګه نه شي وړاندې کېدلای.
دا په داسې حال کې ده، چې د روغتيا نړيوال سازمان د تېر کال په غبرګولي مياشت کې ويلي وو، چې د مخنيوي وړ مړينې، په افغانستان کې هره ورځ د ۲۴ ميندو او ۱۶۷ نو زېږو ماشومانو ژوند اخلي.



