د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې په هرات کې د طالبانو ځواکونو د معترضو ښځو پر وړاندې له سخت تاوتریخوالي کار اخیستی دی. دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د لاريون کوونکو ښځو د وهلو ټکولو ترڅنګ پر هغوی ډزې هم شوي دي. د راپور له مخې، په دې پېښه کې یو کوچنی وژل شوی او څو نور کسان ټپیان شوي دي. همدارنګه راپورونه ښيي چې یو شمېر لاريون کوونکي نیول شوي، خو تر اوسه د نیول شویو کسانو کره شمېر نه دی څرګند شوی. دا لاريونونه د هرات د جبریل ښارګوټي کې هغه مهال پیل شول، کله چې یو شمېر ښځو د طالبانو له خوا د ځینو ښځو د نیولو پر ضد اعتراض وکړ. له بلې خوا، د هرات د پولیسو لپاره د طالبانو ویاند سید مسعود حسيني فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د لاريون کوونکو پر ضد له هېڅ ډول وسلې کار نه دی اخیستل شوی. هغه ادعا کړې چې لاريون کوونکو غوښتل عامه نظم ګډوډ کړي. بل پلو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) هم د یوه ماشوم د وژل کېدو راپور تایید کړی دی



