د بشري حقونو یو شمېر فعالانو او د شیکاګو ښار اوسېدونکو د اعتراض په ډول غونډه جوړه کړه او د افغانستان له ښځو او نجونو سره یې خپل همغږي څرګنده کړه. د دغې غونډې ګډونوالو د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت ټینګار وکړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د هغو محدودیتونو او ننګونو په اړه جدي پاملرنه وکړي چې ښځې او نجونې په دغه هېواد کې ورسره مخ دي.



