دوشنبه, جنوري 12, 2026
دوشنبه, جنوري 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

راستنو کډوالو په کور د ننه د کار غوښتنه کړې

له پاکستانه تازه رستانه شوي ځوانان له طالبانو غوښتنه کړې،چې په کور دننه دې ورته کاري زمینې برابرې شي، ترڅو د ژوند اړتياوې پرې پوره کاندي.

دغو ځوانانو چې د تورخم عمري کمپ کې د کارموندنې کمېټې ته د نوملیکنې په ‌پار ورغلي ویلي، پاکستان کې یې کاروبار درلود، خو هېواد ته له راستنېدو وروسته اوس بې‌برخلیکه کاري وضعیت سره مخ دي.

دوی له طالبانو غواړي چې په مسلکي او تخصصي ځایونو کې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شي، څو له بیا کډوال کېدو څخه خلاص او خپل هېواد کې کار وکړي.

په ورته مهال ځینې نور مسلکي او لوستي کسان چې په جبري ډول هېواد ته راګرځول شوي له طالبانو د خپلې څانګې او مسلک برابر د کار غوښتنه کړې ده.

- Advertisment -spot_img