پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روسیې د داعش ډلې پرضد مبارزه کې له طالبانو سره مرستې ته چمتووالی ښودلی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف ويلي،چې هېواد یې چمتو دی په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې پرضد مبارزه کې له طالبانو سره مرسته وکړي. د ښاغلي کابلوف اشاره د داعش ډلې خراسان څانګې ته وه.

کابلوف چې د افغانستان لپاره د روسیې سفیر هم پاتې شوی له ریا دولتي خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي،چې داعش د مسکو او کابل ګډ دښمن دی. هغه زیاته کړه،چې روسیه د داعش د خراسان څانګې پرضد په مبارزه کې د طالبانو د حکومت د مبارزې ستاینه کوي.

کابلوف څرګنده کړې،چې روسیه به له ځانګړو لارو چارو د طالبانو له چارواکو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم تېر کال ویلي و، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د تروریزم پرضد مبارزه کې د روسیې متحد دی.

د نړۍ هېڅ هېواد هم تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی،خو روسیې د کابل رسمیت پېژندنې ته د نژدې کېدو په ترڅ کې تېره میاشت طالبان په رسمي ډول د تروریستي ډلو له لېسته وایستل.

کابلوف په دې مرکه کې دا یادونه هم کړې،چې مسکو او کابل په بېلابېلو برخو کې د خپلو اړیکو په ښه کولو بوخت دي او روسیې طالبانو ته دا وړاندیز کړی،چې مسکو ته خپل سفیر واستوي او د طالبانو ځواب ته په تمه ده.

- Advertisment -spot_img