پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د تورخم عمري مېشت غالي کې لسګونه ماشومان زيږېدلي

د تورخم د عمري کمپ روغتیايي کمېټې مسئولانو ويلي، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو د دویمې څپې له پیل راهیسې، د تورخم عمري لنډمهاله کمپ کې تر دې مهاله د بېرته راستنو شویو کورنیو ۳۴ ماشومان زېږېدلي.

د روغتیايي کمېټې مسئول سید محمد شاهد ویلي، د دغو نویو زېږېدلو له ډلې دوه یې په عملیات او پاتې نور په عادي ډول زېږیدلي،چې ماشومانو او ميندو ته یې ټول روغتیایي خدمتونه رسېدلي دي.

هغه ویلي:«له پاکستانه چې دا نوې جوپه راپیل شوې د مور او ماشوم په برخه کې څلور دېرش ماشومان نوي زیږیدلي،چې له دوی څخه دوه یې په عملیات او نور په نارمل ډول زیږېدلي دي. الحمدالله د مور او ماشومانو صحت ښه دی او له روغتیایي کمپ نه رخصت شوي، ځکه موږ دلته د مور او ماشوم په برخه کې ډېر ښه خدمات وړاندې کوو، دلته مو ورته ښه منظم کلینیکونه برابر کړي او هېڅ ستونزه نشته.»

د تورخم په عمري کمپ کې د حکومتي ادارو ترڅنګ، یوشمېر نړيوالو او خیریه روغتیایي بنسټونو هم خدمات پیل کړي،چې هره ورځ ګڼو تازه را ستنو شویو افغانانو ته وړیا روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

ورته مهال له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوي کډوال د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند شکایت کوي او وایي، د هغوی د ناسم چلند له امله یې ناروغان له جدي ستونزو سره مخ شوي وو او ان د ماشومانو د زیږون تر وخت پورې ورته مهلت هم ور نه کړل شو.

له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوی شکورخان چې په عمري لنډ مهاله میشت غالي کې یې ماشوم زیږیدلی وایي، د ناسم چلند له امله یې ناروغان تر روغتون پورې نشو بېولی، نو ځکه یې مېرمن په امېدوارۍ کې له ځان سره افغانستان ته راوسته.

نوموړي ويلي: «د ماشوم زیږون ته میاشت پاتې وي یا شل ورځې پاتې وي او ناروغان وي ټول په همدغه حالاتو کې راوباسي په جبري توګه په کورونو باندې چاپې وهي له چا نران پاتې وي ښځې یې را اړولې وي له چا ښځې پاتې وي نران یې را اړولي وي سخت بد وضعیت و.»

د تورخم ښارګوټي عمري لنډمهالي میشت غالي مسئولين زیاتوي چې په دغه کمپ کې د روغتیا برخې ترڅنګ د ټرانسپورټ، مالیې، خوړو، مخابراتو او یوشمېر نورو برخو کې خدمتونه وړاندې کېږي.

- Advertisment -spot_img