دوشنبه, دسمبر 8, 2025
دوشنبه, دسمبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کندهار کې د نو زېږو ماشومانو د مړینې کچه له پخوا زياته شوې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا یونیسف ویلي چې په کندهار ولایت کې د نويو زيږېدلو ماشومانو د مړینې کچه له ملي منځنۍ کچې لوړه ده.

یونیسف پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د مرستو بندېدل د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.

دغه اداره وایي چې د ماشومانو د زېږېدو له لومړۍ ورځې په دغه ولایت کې د ماشومانو لپاره درمل او طبي تجهیزات برابروي.

په همدې حال کې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلېچر ویلي،چې پر افغانستان د مرستو بندېدل د میلیونونو انسانانو لپاره د مرګ د حکم په څېر دي.

فلیچر څرګنده کړې،چې په وروستیو میاشتو کې د نږدې ۴۰۰ روغتیایي مرکزونو دروازې د مرستو د کمښت له امله تړل شوې او له درې میلیونو زیات کسان له روغتیایي خدمتونو بې ‌برخې شوي دي.

پر افغانستان د امریکا د مرستو بندېدو، مرستندوی بنسټونه د بودجې له کمښت سره مخ کړي او دغه بنسټونه یې د خپلو دفترونو د تړل کېدو پر درشل درولي دي.

- Advertisment -spot_img