جمعه, جنوري 16, 2026
جمعه, جنوري 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو له لوري پر رسنیو د محدودیتونو دوام

د افغانستان خبریالانو مرکز ويلي؛چې په فاریاب او دایکندي کې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاستونو په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.

ياد مرکزپه یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې د هېواد په نیمايي ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو پر انځور خپرولو د بندیز له پراخېدو اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي بنسټ پر رسنیو، خبریالانو او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د دغه بندیز د منفي پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغه مرکز نن په خبرپاڼه کې ویلي،چې له دې اعلان سره د هغو ولایتونو شمېر، چې دغه ډول تصویرونه په کې بند شوي، ١٧ ته رسېدلی.

د یادونې ده،چې د طالبانو له خوا پر رسنیو پراخ محدودیتونه لا هم دوام لري.

د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له دې وړاندې ویلي وو، چې دوی دغه بندیز په تدریج سره په ټول افغانستان کې پلی کوي.

د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو بندیز، د امربالمعروف او نهی عن المنکر د هغه قانون برخه ده،چې د تېر کال په اګست کې اعلان او رسمي جریده کې خپور شو.

- Advertisment -spot_img