د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په ننګرهار کې یې یوه ښځه او یو سړی د نامشروع اړیکو په تور په دورو وهلي دي.
محکمې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې،چې دغه ښځه او سړی د ننګرهار په ده بالا ولسوالۍ کې په دورو ووهل شول.
د محکمې پر وینا، دغه ښځه او سړی پر ۳۹ دُرو محکوم شوي دي.
دې ډلې پرون په سرپل ولایت کې هم د یوې ښځې په ګډون ۲ کسان په دُرو وهلي وو.
د بشري حقونو د سازمانونو له غندنو سره سره، د طالبانو صحرایي محاکمې دوام لري.



