دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ملګرو ملتونو امنيت شورا متقي ته د سفر معافيت ورکړی

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د بنديزونو کمېټې ويلي، د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست مولوي امير خان متقي ته يې دوحې ته د سفر معافيت ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه معافيت د روان کال ۲۰۲۵ زېږديز کال د روانې اپرېل مياشتې له ۲۷ مې د راتلونکې مې مياشتې تر څلورمې د اعتبار وړ دی.

د يادونې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ويلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي «امیرخان متقي» به د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحه کې له قطري چارواکو سره د بېلابېلو مسئلو په اړه خبرې وکړي، خو د پلاوي د جوړښت یا د سفر د اجنډا په اړه یې کوم ځانګړي جزئیات نه دي ورکړي.

قطر له ۲۰۱۳ کال راهیسې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربتوب کوي او د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د سولې خبرو اترو کوربتوب کې یې هم مهم رول ولوباوه، چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د دوحې تړون ته لاره هواره کړه.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، قطر یو له هغو څو هېوادونو څخه پاتې شوی،چې له طالبانو سره یې منظم ډیپلوماټیک تعاملات پر لاره اچولي، که څه هم تر اوسه یې د طالبانو ډله په رسميت نه ده پېژندلې.

- Advertisment -spot_img