پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د خراسان رضوي له پولو ۶۸۹ زره افغانان هېواد ته راستانه کړای شوي

ايرنا خبري آژانس د د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان سردار مجید شجاع له خولې خبر ورکړی، چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې ۶۸۹ زره افغانان چې قانوني اسناد یې نه لرل، د دغه ولایت له پولو بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

شجاع ويلي، دغه افغانان د ایران له بېلا بېلو سیمو راټول شوي او د دوغارون له لارې په افغانستان کې د طالبانو استازو ته سپارل شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې بهرني وګړي باید قانوني او د رسمي دروازو له لارې ایران ته ورشي.

د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان زیاته کړې:« تېر کال هم د دغه ولایت په پولو کې تر ۴۰۵ زره لیټره زیات قاچاقي سونګ توکي کشف شوی، چې تر ټولو زیاتې پېښې د تایبا په سرحد پورې اړه لري.»

د یادونې وړ ده، چې د خراسان رضوي ولایت په شمال او شمال ختیځ کې له ترکمنستان سره ۵۳۱ کیلومتره او په ختیځ کې له افغانستان سره نږدې ۳۰۲ کیلومتره ګډه پوله لري.

اوس اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس ویلي چې پرون له پاکستان او ایرانه هېواد ته ۵۷۲ افغانې کورنۍ راستانه شوې دي.

- Advertisment -spot_img