کابل کې د ایران سفارت خبر ورکړی، چې علي رضابیکدلي په هرات او مزار کې د دغه هېواد سرقنسلانو سره کتنه کې په افغانستان کې د ۱۴۰۵ کال لپاره خپل ډيپلوماټیک او اقتصادي ماموریتونو لپاره لومړیتوبونه ټاکلي. کابل کې د ایران سفارت لیکلي، د دغو ماموریتونو تر ټولو مهم یې د هرات – مزار د وسپنې پټلۍ پر جوړولو د کار پیل دی. د دې پټلۍ په وسیله به د هېواد لوېدیځ له شمال سره ونښلول شي او د ایران له لارې به منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د ټرانزیټ لار پرانیستل شي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د ایران وسپنې پټلۍ ادارې رییس د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال سره کتنه کې ویلي وو، هېواد یې غواړي د افغانستان رېل پټلۍ له لارې چین سره ونښلول شي.



