سه شنبه, اپریل 14, 2026
سه شنبه, اپریل 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پناه‌غوښتونکو نړۍوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي

«د پناه‌غوښتونکو نړۍوال سازمان» په نوم یوې نړۍوالې ادارې ويلي چې پاکستان په وروستیو اوونیو کې د افغان کډوالو جبري ایستل زیات کړي او باید دغه بهیر سمدستي ودروي. دې ادارې په خپره کړې اعلامیه کې له پاکستانه غوښتي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو لپاره قانوني لارې چارې ولټوي. یادې ادارې زیاته کړې چې افغانستان ته د جبري ستنولو اوسنی بهیر د نړۍوالو قوانینو له مخې د «جبري بېرته ستنولو د منع» اصل نقضوي. په اعلامیه کې راغلي چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې له ۱۴۶ زرو ډېر افغانان له پاکستانه ایستل شوي، چې دغه شمېر په ۲۰۲۵ کال کې له څه باندې یو میلیون هغو کسانو سره یوځای کېږي چې په جبري ډول بېرته ستانه شوي وو. دغه سازمان ټینګار کړی چې کډوال باید د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي.

- Advertisment -spot_img