سه شنبه, اپریل 14, 2026
سه شنبه, اپریل 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستۍ پرېکړې ته د طالبانو غبرګون

د طالبانو ویاند مولوي ذبیح ‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د بندیزو لېست ته د طالب چارواکو نومونو ور زیاتېدو ته په غبرګون کې دغه کړنه ښکاره ظلم او د افغانانو د حقونو تلف کېدل بللي. ښاغلي مجاهد ویلي، په تېر کې هم ورته بندیزونو وښوده، چې کومه ګټه یې نه ده کړې، بلکې زیان یې عامو افغانانو ته رسېدلی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه د طالبانو د حکومت د هغو چارواکو په نوملړ کې بدلون راوستی، چې وار له‌مخې له بندیزونو سره مخ دي. د یاد بنسټ د راپور له مخې په دغه نوملړ کې د نورو چارواکو ترڅنګ، د طالبانو رییس الوزراء ملامحمد حسن اخوند، اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري نومونه هم د بندیزونو لېست ته ور اضافه کړي دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه بندیزونه د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک له مخې لګولي، چې له مخې یې یاد کسان یوازې د امنیت شورا په رسمي اجازه غړو هېوادونو ته سفر کولای شي.

- Advertisment -spot_img