سه شنبه, اپریل 14, 2026
سه شنبه, اپریل 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هرات کې د ملکي وګړو پر خونړي برید د سلګونو تنو لاریون

نن سې شنبې په هرات ښار کې سلګونو کسانو د هغو ۱۱ تنو د وژل کېدو د غندنې لپاره غونډه وکړه، چې د دې ولایت په انجیل ولسوالي کې وژل شوي وو. یاده پېښه د تېرې جمعې په ورځ (د وري ۲۱) د انجیل ولسوالۍ د دهمیري کلي یوه زیارت ته څېرمه رامنځته شوې وه، چې نامعلومو وسله‌والو پر ملکي وګړو ډزې وکړې. په دې برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. عیني شاهدان وايي، لاریون کوونکو د قربانیانو مړي د ښار په ځینو برخو کې لېږدول او د برید پر ضد یې شعارونه ورکول. سرچینو مخکې ویلي وو چې په دې برید کې اکثره وژل شوي کسان شیعه ګان دي. د غونډې برخوالو د جنایتکارو د جنایت د غندلو ترڅنګ له چارواکو وغوښتل، چې د برید عاملان ونیسي او قانوني جزا ورکړي. تراوسه هیڅ ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

- Advertisment -spot_img