د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ “یو ان اچ سي ار” د هغو راستنو افغان کډوالو په راتلونکې اندېښنه ښکاره کړې،چې د روانې اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه یو لک او ۲۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي،چې ښځې او نجونې هم په کې شاملې دي.
يو له هغو ۲۸ کلنه شبينه چې تېره اوونۍ له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستنه کړل شوې او د ننګرهار اچين ولسوالۍ کې په نامناسبه سرپناه کې د ژوند سختې شېبې تېروي، رسنیو ته ويلي، دلته وطن کې ژوند ډېر سخت دی، نه مو کوټې شته، نه اوبه پېغله لور مې ده، هغې ته نه ښوونځی شته او نه درس، هغه د ښوونځي شوق لري، (پاکستان) کې مو تعلیم نه را واېستله، سم تعلیم یې کاوه، موږ څه پوهېدو چې افغانستان کې به داسې حالات وي، په کار ده چې دوی مکتب کې شاملې کړي، خاوند مې دلته بېکاره او نابلده دی په هېڅ درک هم نه پوهېږو.”
بلخوا له پاکستانه د تازه راستنو شویو افغان کډوالو په ډله کې ۱۳ کلنه ازما چې پاکستان کې ۶ ټولګي کې وه او په راتلونکې کې يې غوښتل ډاکټره شي، اوس چې افغانستان ته ستنه شوې د خپل راتلونکې په اړه اندېښمنه ده، ځکه د طالبانو له لوري له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی دی.
د افغان کډوالو اندېښنې داسې مهال زور اخلي، چې تازه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم له پاکستانه د راستنو افغان ښځو او نجونو پر نامعلوم برخلیک، زده کړو او کاري فرصتونو محدود ته اندېښنه کوي.
په افغانستان کې د «یو ان اچ سي ار» مشر عرفات جمال د اپرېل پر ۲۴مه د دې سازمان پر ایکس پاڼه ویلي:”دلته په لسګونو زره افغان کورنۍ رارسېدلې، چې ډېری یې بېرته ستنیدو ته اړې شوي، هغه کسان چې راځي ستړي او د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښمن وي.
دغه شان د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون بیا اندېښنه ښودلې چې دا زرګونه راستانه شوي افغانان له سختې بې وزلۍ اوبې کورۍ سره مخ دي.
دغو دواړو نړیوالو ادارو له افغانستان سره د د نړیوالو د مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
تازه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د جون ۳۰مه په پاکستان کې د راجستر شویو افغان کډوالو ( پي او ار) د اوسېدو لپاره وروستۍ ده، چې باید په خپله خوښه تر دې نیټې پورې افغانستان ته ستانه شي.



