دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

جرمني ته د الوتنو پر ځنډ افغان کډوال اندېښمن کړي

پاکستان کې د بشري حقونو یو شمیر افغان فعالان چې په دې وروستیو کې یې له پاکستانه جرمني ته الوتنه لغوه شوې، خپلې راتلونکې ته سخت اندېښمن شوي.

دا اندېښنې داسې مهال دي،چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی،چې دوه پروازونه چې ټاکل شوې وه د اپرېل په ۲۳مه او ۲۹مه افغانان له پاکستانه جرمني ته انتقال کړي، لغوه شوي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د دې وزارت د ویاند سباستین فیشر په حواله راپور ورکړی،چې دا مهال په راتلونکو دوو اونیو کې د افغانانو د انتقال لپاره بله الوتنه نه ده پلان شوې.

د دې پرېکړې دلیل د الوتنو د تنظیم د بهیر ستونزې او اداري مسایل ښودل شوي، چې پکې د ویزو د بهیر ورستي کېدل هم شامل دي.

په ورته وخت کې د “شنبه های ارغواني غورځنګ” جرمني ته د افغانانو د انتقال بهیر د احتمالي درېدلو له امله د اندېښنې ښودنې په ترڅ کې ویلي، دا کار د هغه هېواد د لسګونو افغان محلي کارکوونکو او بشري حقونو فعالانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

دې غورځنګ د اپرېل په ۲۴مه نېټه په دې اړه په یوې خپرې کړې اعلامیه کې د جرمني له حکومت غوښتي،چې د خپلو هغو محلي کارکوونکو او بشري حقونو فعالانو د لېږد بهیر ته دوام ورکړي،چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي او دا بهیر دې چټک کړي.

په تر تولو وروستۍ الوتنه کې، ۱۳۸ افغان کډوال د اپرېل پر ۱۶مه له اسلام‌اباده د جرمني لایپزیخ ښار ته ولېږدول شول.

له پاکستانه د افغان کډوالو د انتقال دا دوه الوتنې داسې مهال لغوه کېږي،چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۰مه ویلي، هغه افغانان چې لویدیځو هېوادونو ته د پناه غوښتنې کیسونه لري، که د اپرېل تر پایه پورې له پاکستانه ونه لېږدول شي، ممکن له دې هېواده وایستل شي.

له کله نه، چې طالبان په ۲۰۲۱ کې افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، جرمني په بېلابیلو پړاوونو کې هغه افغانان،چې له ګواښ سره مخ دي یا یې له جرمني ادارو سره کار کړی، دې هېواد ته انتقالوي.

لا هم په شرايطو برابر ۲۶۰۰ کسان په پاکستان کې دغه هېواد ته د انتقال په تمه دي،خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي،چې دا افغانان به ۱۶ نورو الوتنو کې جرمني ته را انتقال شي.

- Advertisment -spot_img