چهارشنبه, جون 24, 2026
چهارشنبه, جون 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سپینه ماڼۍ: ټرمپ به هېڅ داسې هوکړه لاسلیک نه کړي چې د امریکا ملي امنیت زیانمن کړي

د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویت ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به “هیڅکله داسې هوکړه لاسلیک نه کړي چې د امریکا د هېواد امنیت ته زیان ورسوي”، دا څرګندونې هغې له امریکایي خبري شبکې فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې دي. لیویت ویلي چې د ولسمشر تګلارې تل د “امریکا لومړی” د اصل پر بنسټ ولاړې دي او زیاته کړې یې ده چې ټرمپ د متحده ایالاتو ګټې تر هر څه وړاندې ګڼي. هغې د مرکې پر مهال دا هم ویلي چې د هغې په وینا “له ایران سره د ممکنې هوکړې پر لور خوځښت زیات شوی”، خو ټینګار یې کړی چې د ټرمپ اداره پر تهران د فشار بهیر ته دوام ورکوي او دا بهیر یې “مثبتې پایلې ورکوي.” فاکس نیوز په خپل پوسټ کې ویلي چې دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ د هغه دریځ انځور کوي چې له ایران سره بیا ډیپلوماټیکې هڅې د ټرمپ د تګلارې د اغېزمنتیا نښه ګڼي.

- Advertisment -spot_img