ډونالډ ټرمپ د اکسیوس وېبپاڼې سره په مرکه کې د ایران د سیاسي وضعیت او د رهبرۍ جوړښت په اړه یو لړ څرګندونې کړې دي. هغه ادعا کړې چې «مجتبی خامنهای» د آیتالله علي خامنهای څخه توپیر لري او زیاته کړې یې ده چې په ایران کې د هغه په وینا یو ډول «رژیم بدلون» رامنځته شوی، ځکه چې د ده په خبره په واک کې بېلابېل کسان راغلي دي. د امریکا ولسمشر همدارنګه ویلي: «موږ اوس له داسې ډلې سره مخ یو چې د پخوانیو دوو ډلو په پرتله ډېر لږ سختدریځي دي.» ټرمپ د خپلې ادارې د کړنو دفاع هم کړې او ویلي یې دي چې د باراک اوباما د ادارې برعکس، ده د ایران د هوايي دفاع او هوايي ځواک وړتیاوو ته جدي زیان رسولی او د قاسم سلیماني په ګډون یې څو لوړپوړي مشران هم په نښه کړي دي. هغه همدارنګه ادعا کړې: «مونږ آیتالله وواژه او له بده مرغه مو بل آیتالله ته سخت زیان ورساوه. ما هغه ونه لیده او ورسره مې خبرې ونه کړې، خو خلک د هغه په اړه خبرې کولې. بیا هم هغه ځانګړې زړورتیا لري، ځکه چې سخت ټپي شوی و.»



