د پنجشیر د والي ویاند سیفالدین لتون ویلي چې د امارت اسلامي د رهبرۍ د حکم پر بنسټ، د دې ولایت په ټولو محلي ادارو کې د زیرکو ټېلفونونو کارول منع شوي دي. د هغه په وینا، ملکي او نظامي کارکوونکي اجازه نه لري چې په ادارو کې زیرک ټېلفونونه وکاروي، او که څوک سرغړونه وکړي، له قانون سره سم به ورسره چلند وشي. د والي ویاند زیاتوي چې دا پرېکړه د امارت اسلامي د رهبرۍ د هدایاتو او فرمانونو د عملي کولو په چوکاټ کې شوې ده، او د اداري او خدماتي چارو لپاره به له کمپیوټر څخه استفاده کېږي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)