د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد هوايي ځواکونو تېره شپه د پاکستان د بلوچستان او خېبرپښتونخوا ایالتونو کې د داعش اړوند پر څو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي. د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد مرکزونه د داعش غړو او د ځینو استخباراتي کړیو په همکارۍ د افغانستان پر ضد د بریدونو د پلان جوړونې او تنظیم لپاره کارېدل. د خبرپاڼې له مخې، د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان په سیمه او د چاغي ولسوالۍ د شکرآب ځنګلګردۍ په سیمه کې د داعش څو مرکزونه په نښه شوي دي. دفاع وزارت ویلي چې د خېبرپښتونخوا د اورکزو په قمبرخېل سیمه کې د داعش خراسان څانګې یو مرکز هم په نښه شوی دی. د وزارت په وینا، د دغې ډلې ځینې مهم مشران دغه مرکز ته تګ راتګ درلود. وزارت زیاته کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، له مخکې ټاکل شوي هدفونه په بریالیتوب سره په نښه شوي دي. د افغانستان دفاع وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د امنیت او ثبات پر وړاندې به هېڅ ډول ګواښ ونه زغمي او د هر ډول ګواښ پر وړاندې به قاطع اقدام وکړي.



