پاکستان: خیبر ته نږدې د طالبانو اړوند یوه بېپیلوټه الوتکه نسکوره شوه د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاع د خیبر ولسوالۍ د شینکو سیمې ته نږدې د طالبانو د حکومت اړوند یوه بېپیلوټه الوتکه کشف او نسکوره کړې ده. یاد وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونو دغه هوايي نفوذ په چټکۍ سره مهار کړی او د پېښې له امله هېڅ ډول ځاني یا مالي زیان نه دی اوښتی. پاکستاني چارواکو دغه بېپیلوټه الوتکه «ساده»بللې او ټینګار یې کړی چې ګواښ خپل هدف ته له رسېدو مخکې شنډ شوی دی.



