د «تورخم د ترانسپورت اتحادیه» اعلان کړی چې د تورخم مهمه سرحدي دروازه د پاکستاني موټرو د ستنېدو لپاره پرانستل شوې ده. د دې اتحادیې مشر عظیمالله شینواري ویلي، دغه دروازه د پنجشنبې ورځې غبرګولی ۲۸مه راهیسې د هغو پاکستاني موټرو پر مخ خلاصه شوې چې په افغانستان کې بند پاتې وو، او تر اوسه سلګونه موټر بېرته پاکستان ته ستانه شوي دي. هغه زیاتوي چې لا تر اوسه روښانه نه ده دا پرېکړه د کوم مېکانیزم له مخې شوې او همدا راز معلومه نه ده چې دا دروازه به تر کوم وخته د تګ راتګ لپاره پرانیستې پاتې وي.



