جمعه, جون 19, 2026
جمعه, جون 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

زلمي خلیلزاد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه بیا زیاتېږي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د تېرې شپې د افغانستان حکومت له لوري د خیبرپختونخوا او بلوچستان د داعش پر مرکزونو د بریدونو په اشاره ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه یو ځل بیا زیاتېږي. زلمي خلیلزاد له پاکستانه غوښتي چې د ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي او دواړه هېوادونه دې د یوه جامع تړون په اړه خبرې وکړي؛ داسې تړون چې له مخې یې د هېڅ هېواد خاوره د بل هېواد د امنیت پر ضد ونه کارول شي. هغه همدارنګه په خپله ایکس پاڼه کې له قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ترکیې او نورو هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره خپلې هڅې بیا پیل کړي.

    - Advertisment -spot_img