د افغانستان د ا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هغه راپورونه رد کړي چې په ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د ځیرکو موبایلونو د منع کولو او یا هم د دې موضوع لپاره د ځانګړې بودجې د منظورېدو په اړه خپاره شوي دي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالاحد فضلي ته منسوبې شوې څرګندونې ناسمې دي او په دې اړه نه د وزیر له لوري کوم رسمي دریځ وړاندې شوی او نه هم د وزارت د رسمي ادرسونو له لارې کومه خبرتیا خپره شوې ده. د مخابراتو وزارت ټینګار کړی چې د وزارت اړوند ټول خبرونه او معلومات باید یوازې د دې ادارې له رسمي سرچینو او ادرسونو ترلاسه او خپاره شي. په خبرپاڼه کې له رسنیو، خبریالانو او هېوادوالو غوښتنه شوې چې د اوازو او بېبنسټه راپورونو له بیا خپرولو ډډه وکړي او یوازې پر رسمي معلوماتو او سرچینو تکیه وکړي.



