جمعه, جون 19, 2026
جمعه, جون 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: افغانستان د امریکا د نږدې کېدو لپاره د طالبانو چاپلوسي کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د (G7) هېوادونو د غونډې پر مهال ویلي، افغانستان د امریکا د نږدې کېدو لپاره د طالبانو له لوري چاپلوسي کوي. نوموړي همداراز یو ځل بیا په افغانستان کې د پاتې شویو امریکايي پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو موضوع یاده کړه او ویې ویل: «که څه هم دغه تجهیزات زاړه شوي دي، خو بیا هم باید بېرته راوګرځول شي.» ټرمپ د امریکا د ځواکونو د وتلو له بهیر څخه هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د پرېښودو پر مهال هر څه په بېړه ترسره شول. هغه زیاته کړه: «کېدای شي له افغانستانه د وتلو لپاره پلان موجود و، خو د وتلو بهیر په دومره بېړه ترسره شو چې ډېر تجهیزات او وسایل هلته پاتې شول.» د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د پاتې شویو پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کړې او د پخواني حکومت د وتلو تګلاره یې تر نیوکو لاندې راوستې ده.

    - Advertisment -spot_img