د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی چې د «امپیسه» (M-Pesa) د برېښنايي پیسو خدمت سره یې تړون لغوه کړی او له دې وروسته هېڅ شخص یا استازی حق نه لري چې د دغه شرکت په استازیتوب د برېښنا بلونه او نور مالي لګښتونه راټول کړي. برشنا له خپلو پېرودونکو غوښتي چې د امپیسه اړوندو مرکزونو له لارې د برېښنا پیسې ور نه کړي او ټینګار یې کړی چې د یاد شرکت د راتلونکو فعالیتونو په اړه به هېڅ ډول مسؤلیت ونه لري. که څه هم برشنا د برېښنا د بلونو د ورکړې د نوې لارې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې ډېری بلونه د بانکونو له لارې پرې کېدل. امپیسه د ګرځنده ټیلیفون له لارې د پیسو لېږد یو خدمت دی چې کاروونکو ته د بانکي حساب له اړتیا پرته د پیسو د لېږد، د بلونو د پرې کولو او د ځینو مالي خدمتونو د ترلاسه کولو اسانتیا برابروي. دغه سیستم په افغانستان کې له ۲۰۱۶ کال راهیسې کارول کېده او د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په ازمایښتي پروګرام کې هم ترې ګټه اخیستل شوې وه.



