د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، که د سیمې نور هېوادونه بالستیک توغندي لري، نو د ایران له دغې وړتیا څخه محرومول «غیرمنصفانه» ګڼل کېدای شي. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې د خپلو پخوانیو څرګندونو په اړه، چې د ایران د توغندیز پروګرام د ملاتړ په توګه تعبیر شوې وې، وویل: «که نور هېوادونه دغه توغندي لري، نو دا به یو څه ناعادلانه وي چې ایران ترې بېبرخې پاتې شي.» هغه ټینګار وکړ چې د بالستیک توغندیو موضوع له اټومي پروګرام سره توپیر لري او زیاته یې کړه: «کله چې د اټومي موضوع په اړه خبرې کوو، هغه بېله مسئله ده. خو که سعودي عربستان، قطر او نور هېوادونه دا ډول وړتیاوې لري، نو زما په اند ایران هم په ورته کچه د دغې وړتیا د لرلو حق لري.» د امریکا ولسمشر همداراز وویل چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د پوځي وړتیاوو توازن باید په واقعبینانه ډول و ارزول شي، خو د اټومي وسلو موضوع جلا او له ځانګړي حساسیت څخه برخمنه ده.



