محمد خالد حنفي، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزير، ويلي چې هغه اختلافونه او تفرقې چې د ده په وينا د «دين د دښمنانو» له لوري د افغانستان د خلکو ترمنځ رامنځته شوې وې، د اسلامي نظام له حاکمېدو وروسته له منځه تللې دي. ښاغلي حنفي دغه څرګندونې د امر بالمعروف وزارت کې د يو سيمينار د پای غونډې پر مهال کړې دي. نوموړي په خپلو خبرو کې د اسلامي دعوت پر ارزښت او له خلکو سره د مبلغينو د چلند پر څرنګوالي ټينګار کړی دی. هغه له مبلغينو غوښتي چې د شريعت د احکامو د تطبيق او د دعوت او ارشاد د چارو پر مهال له نرمۍ، حکمت او مناسب چلند څخه کار واخلي او له خلکو سره په خپلو اړيکو کې معتدله او اغېزمنه لاره خپله کړي. د امر بالمعروف وزير همداراز مبلغينو ته ويلي چې د خپلو ديني مسئوليتونو د بريالي ترسره کولو او د ټولنې د اصلاح لپاره بايد صبر او استقامت خپل کړي او د ځان د اصلاح او اخلاقي روزنې لپاره هڅې زياتې کړي.



