جمعه, جون 19, 2026
جمعه, جون 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د خلیفه سراج‌الدین حقاني له لوري د فردي او ټولنیز امنیت د پیاوړتیا او د خلکو د باور زیاتولو ټینګار

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د دې وزارت د رهبرۍ په غونډه کې د پولیسو پر جدي هڅو ټینګار کړی چې د وګړو د فردي او ټولنیز امنیت د پیاوړتیا او د عامه باور د زیاتوالي لپاره ترسره کېږي. د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، هغه ویلي چې ټول امنیتي ځواکونه باید خپلې اړیکې له خلکو سره د واقعي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې پیاوړې کړي، څو د خلکو او امنیتي بنسټونو ترمنځ ستونزې په وخت حل شي. حقاني همدارنګه د دې وزارت د نوي وړاندیز شوي قانون د پلي کولو او د محرم‌الحرام په میاشت کې د ځانګړو امنیتي تدابیرو پر خپلولو ټینګار کړی دی.

- Advertisment -spot_img