د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د یو ورځنیو سیالیو په تازه درجهبندۍ کې له انګلستان څخه مخکې شوه او د نړۍ اووم مقام یې خپل کړی دی.
د خپرې شوې درجهبندۍ له مخې، افغانستان د ۹۴ نمرو په ترلاسه کولو سره اووم مقام خپل کړی، په داسې حال کې چې انګلستان د ۹۳ نمرو په لرلو اتم مقام ته ښکته شوی او سریلانکا د ۹۵ نمرو په لرلو شپږم مقام لري.
افغانستان لومړی ځل د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د یو ورځنیو سیالیو په نړیواله درجهبندۍ کې اووم مقام ته رسېدلی و او اوس یې یو ځل بیا دغه تاریخي لاسته راوړنه تکرار کړه.
د افغانستان د مقام لوړوالی له درې اړخیزو سیالیو وروسته ترلاسه کړ، هغه لوبې چې افغان ملي لوبډلې پکې زمبابوې او بنګله دېش ته په لوړو توپیرونو ماتې ورکړې او سریز یې په خپل نوم کړ.
افغانستان د دغو سیالیو په پایلوبه کې زمبابوې ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
په دې لوبه کې د افغانستان توپاچوونکو د زمبابوې لوبډله د ۱۶۹ منډو له جوړولو وروسته وسوځوله. راشد خان د درېیو وېکټو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د توپاچونې په برخه کې غوره لوبه وکړه.
د توپوهنې په برخه کې ابراهیم ځدراڼ د ۷۰ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه. رحمت شاه هم ۴۳ منډې جوړې کړې، چې په پایله کې افغانستان په ۳۴.۳ اورونو کې ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ.
په همدې حال کې، انګلستان له سریلانکا سره تر وروستۍ ماتې وروسته په نړیواله درجهبندۍ کې یو مقام له لاسه ورکړی دی.
انګلستان د ۴۳۰ منډو ستر هدف وټاکه، خو د خپلې موخې په دفاع کې پاتې راغی او سریلانکا وکولای شول چې د یو ورځنیو سیالیو په تاریخ کې د هدف د تعقیب له سترو بریاوو څخه یوه ترلاسه کړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)