د افغانستان د سیاسي چارو شنونکي احمد سعیدي په خپله فېسبوک پاڼه کې په یوه یادښت کې لیکلي چې د افغانستان سیاسي تاریخ یو ځل بیا د تکرار په حال کې دی او د هېواد اوسنی وضعیت د تل لپاره نه شي دوام کولی. هغه د افغانستان د اوسنیو واکمنانو د کړنو په اړه ویلي، که څه هم تاریخي پېښې په بشپړه توګه نه تکرارېږي، خو د پخوانیو افکارو، لارو چارو او چلندونو تکرار کولای شي ورته پایلې او برخلیکونه رامنځته کړي. سعیدي سختدریځي، تعصب، د دین ناوړه کارونه، د خلکو سپکاوی او د زور پر بنسټ حکومتولي د هغو عواملو له ډلې بللي چې د تاریخي تجربو د تکرار زمینه برابروي. نوموړي ټینګار کړی چې تاریخ د حکومتونو کړنې نه هېروي او په پای کې به د هغوی په اړه قضاوت وکړي.



