طالبان استفاده از تلفنهای هوشمند را برای آموزگاران و کارمندان معارف میدان وردک ممنوع کردند طالبانو په میدان وردک ولایت کې د پوهنې د برخې د ښوونکو او کارکوونکو لپاره د سمارټ موبایلونو کارول منع کړي دي. یوې سرچینې ویلي چې دا پرېکړه به د چهارشنبې په ورځ، د جوزا په ۲۷مه، د نوي قمري کال له پیل سره هممهاله عملي شي. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دا بندیز د رسمي او غیررسمي وختونو پر مهال د سمارټ موبایلونو کارول رانغاړي او د پوهنې ټول ښوونکي او کارکوونکي د دې پرېکړې په رعایتولو مکلف دي. د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د طالبانو تر ادارې لاندې په ځینو حکومتي ادارو او امنیتي بنسټونو کې د سمارټ موبایلونو د کارولو د محدودولو راپورونه خپاره شوي وو.



