د امریکا ولسمشر ټرامپ ادعا کړې چې له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې او دواړه لوري یوې هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې تهران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې وویل: «نن موږ له ایران سره جګړه پای ته ورسوله او هغوی موافقه وکړه چې هېڅکله به اټومي وسلې ونه لري.» هغه زیاته کړه: «موږ له ایران سره یوې مهمې موافقې ته رسېدلي یو. دا یوه لویه هوکړه ده. اټومي وسلې به نورې نه وي او خلک به ډېر ژر خپلو مېنو ته ستانه شي. نږدې ټول کارونه بشپړ شوي او موږ خپلې موخې ترلاسه کړې دي.» د امریکا ولسمشر د یادې احتمالي هوکړې په اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل او دا یې هم روښانه نه کړه چې دغه توافق به په کوم چوکاټ کې عملي کېږي.



