ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ایراني ځواکونو په بحرین کې د امریکايي پوځ د پنځم سمندري ځواک پر مرکز برید کړی دی. د راپورونو له مخې، له برید وروسته د بحرین په ځینو سیمو کې زورورې چاودنې اورېدل شوې دي. ویل کېږي چې دغه بریدونه د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو پوځي ترینګلتیاوو په لړ کې ترسره شوي دي.